ایکنانیوز راپور راکوي، په تیریو کې د مرستې او تعاؤن معنا، د قرآن کریم په نورو آیتونو کې هم منعکسه ده. د مثال لپاره ،له پیغمبر اکرم (ص) سره پر ضدیّت یو لاس کیدل، د تیري یو مثال دی .
وَ إِنْ تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَ جِبْرِيلُ وَ صَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ وَ الْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَلِكَ ظَهِيرٌ؛ که د پيغمبر په ضد له یوه بل سره مرسته وکړئ[نو هیڅ به په لاس درنشي]؛ ځکه خداوند او جبرائیل او صالح مومنان[ چې علی ابن ابی طالب دی] دهغه ملګري دي او فرښتې به هم له هغو وروسته د هغه پشتیبانې وي (د تحریم سوره – ۴آیت )
همداراز قرآن کریم دستور ورکوي، له اختلاف او شخړې لیرې ووسئ؛ ځکه چې هر هغه کار چې د اخلاف سبب شي، ټولنه کمزوري کوي او دهغو عزت له مینځه وړي. له دې امله فرمائي ؛ د خداي او رسول څخه د اطاعت پر چورلیز او له یوه بل سره له شخړو څخه د صبر په خوند سره راپورته شئ ؛ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ» (انفال: 46).
د ټولنې د وګړو مرسته او لاسنیوی او ملګرتیا هاله رامینځةکیږي، چې په هغوي کې کینه ، حسد او عداؤت نه وي او دغیبت په څير رذایلو څخه لیرې ووسي. دا ټکی په ټولنې کې د ډيرو اخلاقي فضایلو پر تثبیت د تعاؤن او لاسنیوی د متقابلو اغیزو او د ملګرتیا او تعاون پر پیوند د اخلاقي رذایلو ناخوښو اغیزو ښودنه کوي. د ډیرو واجبو یا مستحبو فقهي احکامو حکمت ، په ټولنې کې د پیوستون او د لاسنیوي دروح پراختیا ده .
فقیهانو په ځينو فقهي فروعاتو کې د تعاؤن او لاسنیوي په آیت باندې په استناد سره ، دا د تعاؤن یا لاسنیوي مصداق (یعني په ګناه کې مرسته) ذکر کړې ده؛ دمثال لپاره،پر حربی کفارو باندې د وسلې او یا نورو شیانو خرڅول ، دسود اوربا معامله ، له هغه چا سره معامله کول چې مال او دولت د حرام په لاره کې کاروي ، د جمعې لمانځه دترسره کیدا په وخت کې سره مبادله کول ، د شرابو دمنتقلولو لپاره د یوه شي اجاره کول یا په دې باب د انګورو خرڅول په ګناه کې د تعاؤن او لاسونیوي په مصداق دي.